اسلا?? آباد 26 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب لخوا د مذهبي چارو وزارت ته باور وركړې شوې دې چې د دوه زره رياله عمره فيس معافۍ پحقله به پاكستان ته ډېر زر زېرې ترلاسه شي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو له مخې پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سید المالکي تېره ورځ په يو ملاقات كښې وفاقي وزير نورالحق قادري ته باور وركړو چې په دوه كالو كښې دننه په دوېم ځل په عمره كولو د سعودي حكومت لخوا د دوه زره رياله اضافي فيس په معامله پېشرفت روان دې ۔ د يادونې وړ ده چې د دوه زره ريالو د اضافي عمره فيس معامله و??یر??عظم عمران خان د سعودي عرب دورې په مهال باچا محمد بن سلمان س??ه پورته كړې وه په كوم چې و??یر??عظم ته باور وركړې شوې ٶ چې په دې معامله به په سنجيدګۍ سره غور كولې شي