اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د سېلګرې وزير محمد عاطف خان وئيلي دي چې حكومت په خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرې ودې لپاره 15 ځايونه په ګوته كړي دي۔ د راډيو پاكستان ر??پور له مخې صوبائي وزير وئيلي دي چې دا ځايونه په مالاكنډ٬ هزاره او مردان ډويژنو كښې دي۔ عاطف خان وئيلي دي چې سېلګري راغب ك??لو لپاره د سېلګرې په اوسنې ځايونو كښې اسانيې زياتولې شي۔ ده ووئيل چې تېر كال 10 لكه سېلګرو د دې ځايونو دورې كړې دي او هيله ده چې سږ كال به دا شمېره 30 لكو ته ورسي۔