اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي چې د تحريك انصاف حكومت د ملكي ادارو استحكام لپاره هڅې كوي٬ د پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ﴿ن﴾ تېر حكومتونه ناكام و او د كمزو??و پالېسو له امله ئې د هېواد معيشت ته زيان رسولې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ملكي ادارو استحكام لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل چې مونږ د احتسا?? نظام ښه كولو هڅې هم كوو۔ ده ووئيل چې كه مونږ كار وكړو نو په راتلونكو ټولټاكنو كښې به هم كاميابي ترلاسه كوو۔ ده ووئيل چې په شريف كورنۍ او آصف علي زرداري ??ائ?? كېسونو سره د پي ټي آئي كوم تعلق نشته۔ نېب يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د بدعنوان عناص??و په ضد كارروائي كوي۔