اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د ایران خارجه وزير ډاکټر جواد ظریف د شورو په ورځ ليدلي۔ د ا??را?? خارجه وزير جواد ظريف د پاكستان په سركاري دوره دې ۔ د پاکستان دور?? كوٶنكي د ا??را?? خارجه وزير وزیراعظم عمران خان ته د ا??را?? اولس ??شر حسن روحاني لخوا په ذاتي توګه د منصب په سنبهالولو د مباركۍ پېغام ورورسولو او وئې وئيل چې ا??را?? د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكو اړيكو او مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم لري۔ د ایران د اولس ??شر حسن روحاني په پېغام د غبرګون څرګندونه كولو سره وزیراعظم عمران خان ا??را?? سره د سياسي او اقتصادي رابطو لا مستحكم كولو د خواهش څرګندونه وكړه ۔ وزیراعظم ووئيل ټولو ګاٶنډيانو سره اړيكې ښه كول زمونږ د حكومت د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده ۔ په دې موقع د پاك ا??را?? دوه اړخيزه اړيكو سره سره د شريكې خوښې په چارو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزیراعظم د اسلامي هېوادونو ترمېنځه په شخړو او د اتحاد په نشتوالي د خپل تشويش څرګندونه وكړه او په دې لړ كښې ئې د يمن اولس ته د پېښو بشري حقونو د مسئلو ذكر وكړو۔ وزيراعظم د يمن د شخړې هواري لپاره په ذاتي توګه د ثالثۍ كردار لوبولو وړاندېز كولو سره ووئيل چې كه ټولې اړوند ډلې په دې س??ا وي نو پاكستان د شخړې خاتمې لپاره د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان د ایران قیادت او اولس ??پاره د نېكو هېلو څرګندونه وكړه