اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د احستاب عمل په لاره كښې خنډ پېدا كولو لپاره په پخوا سياسي انتقامي كارروائې د سپر په توګه كارولې شوې٬ د سياسي انتقام م??نږ وړاندې هم غندنه كړې او نن ئې هم كوو٬ هېواد چې په كومه بې دردې لوټلې شوې بايد په دې ??ړ هغه معاملې هم راوړاندې شي٬ اپوزيشن كه تنقيد كوي نو بيا بايد چې د حكومتي چوكو لخوا ځواب هم واورې ٬ د اولس په وړاندې د تصوير دواړه اړخونه اېښودل ضروري دي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ده ??وئيل په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ??لې مشر شهباز شريف د ګرفتارې په معامله په ايوان كښې بحث وشو او په مهذبه او ښه ډول د مسلم ليګ ﴿ن﴾ غړو خپلې اندېښنې څرګندې كړې