اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پی) د قانون او انصاف وفاقي بېرسټر سید علي ظفر سره د يو اېن ډي پي پاكستان كښې د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپېش??سټ سكائي كرسټنس ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د فاټا او پاټا خېبر پښ??ون??وا كښې د انضمام چارو پحقله خبرې اترې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د فاټا خېبر پښ??ون??وا كښې د انضمام پحقله مسئلې به په ترجيحي بنيادونو هوارول باوري كولې شي۔ ده ووئيل د فاټا وګړو ته به هم ھغه آسانۍ وركولې شي كومې چې د خېبر پښ??ون??وا اولس ته ترلاسه دي۔ وفاقي وزير د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپش??سټ سكائي كرسټس ته ووئيل و??يراعظم د پاټا او فاټا خېبرپښ??ون??وا كښې د انضمام نه پس آسانۍ وركولو لپاره وفاق او د خېبرپښ??ون??وا په كچه كمېټۍ جوړې كړې ۔ د ملاقات په مهال د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپش??سټ سكائي كرسټس وفاقي وزير ته ووئيل يو اېن ډي پي به راتلونكو څلورو كلونو په مهال فاټا كښې د تعليم ٬ سماجي٬ معاشي ٬ قانون سازۍ كښې بهترۍ او كلتوري اړيكو لپاره 26 مېليونه ډالره وركوي۔ ده ووئيل يو اېن ډي پي د اولس د مسئلو د هواري ډاډګيرنه كوي۔ ده فاټا او پاټا كښې اولس ته آسانۍ وركولو لپاره د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ملاقات كښې د خېبر پښ??ون??وا ٬ د قانون او انصاف وزارت چارواكې هم موجود وو