اسلام آباد 25 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو،خپرونو ، قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر بیرسټر ??ید علی ظفر وئيلي دي جمهوریت له ميډيا ته اړتيا ده، لنډمهاله حکومت په بشپړه توګه غیر جانبدار دے، د بلیم ګیم برخه ګرځيدو نه غير د ټولو وزارتونو او څانګو په اړه حقائق قام ته وړاندې كوو، جمهوریت ?? معاشی عدم مساوات ،عدم برداشت او غلطو خبرونو په شان خطرو سره مخ دے، كرپشن ختمول زمونږ د ټولو هدف دے ٬ دې لپاره ټول معلومات ،حقائق به قام ته وړاندې كول وي، شف??ف او غیر جانبداره ټاكنې زمونږ هدف دے، لنډمهاله حکومت شپه ورځ كار كوي،حکومت په س??يځلې ډول چلولو له میډیا آن بورډ اخستلو ته اړتيا ده، میډیا دې ښه والې له د حکومت لارښودنه وكړي۔ ده د ګل په ورځ د سی پی این ای ایډيټرز سټينډنګ کمېټۍ غونډې ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر بیرسټر ??ید علی ظفر ووئيل بايد په س??ځلې ډول حکومت وچلولې شي، حکومت شف??فیت ??ره د چلولو يوه طریقه ده چې معلومات اولس سره شیئر کړې شي، میډیا به هم خبر ساتلې شي چې مسئلو په شا كوم وجوهات او حقائق دي ۔ ده ووئيل تر هغه وخت حکومت په س?? ډول نه شي چليدې تر څو چې اولس او ميډيا د ټولو مسئلو د حقائق څخه نه وي خبر شوې۔ ده ووئيل كرپشن ختمول زمونږ د ټولو هدف دې ٬ حقیقت كښې به کرپشن هله ختم شي كله چې ټرانسپرنسی راشي۔ ده ووئيل ما چې د كومو هم وزارتونو قلمدان راكړې شوې ما ټولو ته س??ارښتنه كړې چې شف??فیت ??ره كار وكړي، د بلیم ګیم نه غير چې كوم هم حقائق دي هغه به اولس سره شیئر کولې شي،حقائق به اولس ته رسولې شي۔ده ووئيل جمهوریت له ميډيا ته اړتيا ده ،جمهوریت ??ا مهال درې لويو خطرو سره مخ دې معاشی عدم مساوات ، عدم برداشت او او فیك نیوز(غلط خبرونه) ۔ وفاقی وزیر ??ید علی ظفر ووئيل پی ټی وی د اطلاعاتو وزارت کنټرول كښې دې مونږ پی ټی وی له مينډيټ وركړې چې ټولو سياسي ګوندونو له يو برابر وخت وركړي۔ده ووئيل په ټی وی چینلز چې كله ګرينډ ډیبیټ كېږي په هغې كشې كانديدان د خپل ګوند منشور ،معاشی اهداف ، مسائل ،سماجی ایشوز خبرې نه كوي۔ ده ووئيل میډیا او اولس ته چې كله معلومات ترلاسه شي نو بدلون به په حقیقی معنو كښې راشي۔ ده ووئيل مونږ سره وخت كم دې څو چې څومره مونږ څخه كيدې شي هغه به ضرور کولې شي۔ ده ووئيل لنډمهاله حکومت کابینې په وړژمبنۍ غونډه كښې دا پريكړه شوې وه چې صاف ، شف??ف ،غیر جانبدار ټاكنو له به د الیکشن کمېشن سره هر ډول مرسته كولې شي دغسې چې ټاكنې په س??يځلې ډول او په و خت وكړې شي۔ دې څخه وړاندې د سی پی این ای ایډيټرز سټينډنګ کمېټۍ غړو بيلې مسئلې هم وفاقی وزیر ته وړاندې كړې،وفاقی وزیر د مسئلو زر تر زره حل كولو باور وركړو۔