اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شا??د خاقان عباسي وئيلي دي د سېنېټ چیئرمېن زما د رابللو هېڅ اختيار نه لري٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې پېسه لګېدلې ٬ ټاكلې شوي كسان دې حلفيه بيان وركړې چې ھغوي په انتخاب كښې پېسه نه ده لګولې٬ كه د چا استحقاق مجروح كېږي نو مجروح دي شي٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې د پېسې لېن دېن ناوړه كار دې ٬ دا نن هم وائم او سبا به هم ۔ د زيارت په ورځ د خبري كفنرنس په مهال وزيراعظم ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كښې چې كومو كسانو ووټونه اخستي او ټاكلي شوي او كه چيېرمېن هم د دوي نه ووټ اخستې نو دا هم ښه خبره نه ده ٬ زه وائم چې د چيئرمېن په ټاكنه كښې د پېسې استعمال شوې٬ ده ووئېل كه ټاكلي شوي رښتوني وي نو س??ګند د?? پورته كړي چې ھغوي پېسي نه وركړې او نه اخستې