اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) د قامي اس??بلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پھ نړيواله كچه جمهوريتونه د بېلو چېلنجونو او عدم استحكام سره مخ دي٬د جمهوريت مطلب يوازې ټاكنې نه بلكې يو نوې معاشي او اقتصادي كلتور ته وده وركول دي كوم كښې چې شريك احترام٬د قانون حكمرانۍ او احتساب ته بنيادي حېثيت ترلاسه وې٬جمهور??ت هغه وخت ناكامه وي كله چې د پسمانده طبقو د حاجتونو او حقونو څخه سر غړونه كېږي۔جنيوا څخه ترلاسه شوو اطلاعاتو له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوئټزرلينډ جنيوا ښار ك??ې د بين الپارلماني يونين جنرل اس??بلۍ 138مې غونډې ته خپل خطاب كښې كړې۔ده ووئيل پھ نړۍ كښې 80 فيصده څخه زياتو كډوالو كوربتوب پرمختګ كوونكې هېوادونه كوي كوم چې وړاندې څخه سماجي او اقتصادي چېلنجونو سره مخ دي۔پاك??تا?? د تېرو څو لسيزو راهسې د ګڼ شمېر ك??والو كوربتوب كوي۔ده ووئيل دا د نړۍ ذمه واري چې خپلو كډوالو مرسته او هغوي له تحفظ وركړي۔ده ووئيل په اوسني وخت كښې كله چې كډوال په اولسي كچه د كركې او بې زارۍ ستونزو سره مخ دي د جنرل اس??بلۍ په دې سرخط بحث كول په وخت او غوره اقدام دے۔د قامي اس??بلۍ سپيكر ووئيل دا وخت ټوله نړۍ كښې 258 ملينه څخه زيات كسان د كډوالو پھ حېثيت ژوند كوي۔ده ووئيل دغه كډوالو لپاره روزګار او د هغوي د ښه سباؤن لټون ته اړتيا ده كوم چې د ترهه ګرۍ او نورو ستونزو له امله په نورو هېوادونو كښې په اوسېدو مجبور دي۔ده ووئيل سېنېټ پيټرز برګ كښې د بين الپارلماني يونين عمومي اس??بلۍ غونډه كښې د روهنګيا په مسلمانانو د روان تشدد او د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ايجنډا شامل وې او هغه د نړيوال امن او امنيت لپاره لويې خطر ګرځولې شوې وو او نړيوالې ورورولۍ ته د روهنګيا مسلمانان هغوي خپل هېواد ته په غېر مشروط توګه په ستنېدو زور راوړلې شوې وو۔ده ووئيل پنځه مياشتې تېرېدو باوجود په حالاتو كښې هېڅ بدلون رامخې ته نشو او د روهنګيا مسلمانانو حالت هم هغسې دېے۔سپېكر ووئيل پاك??تا?? د څو لسيزو راهسې د كډوالو د كوربتوب پراخا تجربه لري۔ده ووئيل كډوالو له مرسته او تحفظ وركول د ټولې نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده خو دې مسئلې ته پام ??رن?? نه كېږي