اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي چې د كشمير مسئلې حل نه ځانله په سوئېلي آسيا كښې امن په ځاې كېدل امكان نه لري۔د زيارت په ورځ د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار ته په خپل خطاب كښې وياند ووئي?? چې د پاكستان كېس مضبوط دې او هند له به د كشمير بنيادي ستونزه ??وا??ول وي۔ ده ووئي?? چې د هېواد په پالېسۍ كښې كوم هم ابهام نشته٬پاكستان په جائزو هلو ځ??و كښې د كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او په سباؤن كښې به هم دا ملاتړ روان ساتلې شي۔ وياند ووئي?? چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې حل كول پكار دي۔د پاكستان وزيراعظم او سفارتكار د كشمير معامله په ټولو نړيوالو فورمونو پورته كوي۔د كشمير معاملې په اړه اے پي اېچ سي په مشرۍ كښې د عزم ستائنه كولو سره د خارجه دفتر وياند ووئي?? چې پاكستان به د كشميريانو ملاتړ روان ساتي۔ده ووئي?? چې په جولائي 2016 كښې د برهان واني شهادت څخه وروستو د آزادۍ په هڅو كښې تر دې دمه 200 كشميري شهيدان٬ 15 زره ژوبل او نزدې 15 زره نور بې دركه شوي دي او 1200 كشميري ځوانان د هندي ځواكونو لخوا د پيلټ ګنز كارولو په سوب بصارت څخه محروم شوي دي