اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي)د اتومي توان د نړيوالې ادارې(آئي اے اي اے)ډائرېكټر جنرل يوكياآمانو وئېلي دي چې آئي اے اي اے په پرمختګ كونكو هېوادونو كښې ?? كينسر روغتونونه قوي كولو لپاره كار كوي٬پاكستان د كينسر په اړه روغتونونه او د دې رنځ پوهان لري٬د سوئېلي آفريقې په 25 هېوادونو كښې ?? كيسنر رنځورانو لپاره مناسبې آسانې نشته۔ده دا خبرې د ګل پ?? ورځ د پاكستان اټامك انرجي كمېشن او د آئي اے اي اے تر سيوري لاندې د ايډوانسز اينډ ريډي اېشن آنكالوجي او نيوكليئر مېډيسن نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د دې كنفرنس اهتمام نوري كړې وو۔ده ووئيل پاكستان د دې رنځورۍ روغتونونه او پوهان لري خو بيا هم پھ دې څانګه كښې پاكستان ته د لا كار كولو ضرورت دې۔ده ووئيل د سوئېلي آفريقې په 25 هېوادونو كښې ?? كينسر رنځورانو لپاره مناسبې آسانې نشته۔د دې رنځورۍ علاج لپاره دا هېوادونه آل??ت نه لري۔ده ووئيل د دې رنځورۍ په علاج كښې ??ايد حفاظتي اقدامات هم په نظر كښې وساتلې شي ځكه چې د مناسب طريقې سره د استعمال نشت والي له امله د دې په انساني صحت او ماحول هم آغېز كېږي۔ده په دې م??قع په نوري روغتون كښې ?? ريډي اېشن آنكالوجي سوئت پرانسته هم وكړه۔دا كنفرنس به د مارچ په 14مه نېټھ پاې ته رسي