اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاكستان به د نورو نه د خپلې ګټې ساتنه كوي۔ د يو سازش ترمخه په اسلامي نړۍ كښې د مسلمانانو وينه تويولې شي۔ د ټولې نړۍ ست??ګې دا ??ها?? پاكستان ته دي۔ مونږ له به د اسلامي نړۍ يو والي له فعاله پېشرفت كول وي۔ ده ووئېل كه پخوانو حكمرانانو د خپل اقتدار دوام له سمجھوته نه وه كړې نو امريكائي جنګ به د پاكستان په خاوره نه و شوې۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېټۍ غونډه كښې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ دې نوټس واخستلې شي او پارلمان دې خبر كړې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر شېريں مزاري ٬ شاه جي كل آفريدي او نورو غړو لخوا پورته كړې شويو نكاتو په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل كومه مسئله چې په دې ا??وان كښی پورته كړې شوې هغه مهمه ده۔ د بشري حقونو غونډې صورتحال په اړه به د راروان ګل په ورځ پارلمان خبر كړو۔ ده ووئيل زمونږ چې كوم موجوده حالات دي په دې كښې په چا تور لګولو په ځائې ا??ل خپل ګرېوان كښې كتل پكار دي۔ دا ??ها?? اسلامي هېوادونه د خپل ګاونډي هېواد خبرې ا??رېدو ته تيار نه دي۔ ده ووئېل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ا??غانستان ته داعش چا راوستې۔ داعش ختم شوې نه دے بلكې خپله پته ئې بدله كړې عراق څخه افغانستان ته منتقل شوې۔ خارجه وزير ووئيل ځكه پاكستان هدف جوړ شوې ولې چې د ټولو امت ست??ګې پاكستان ته دي۔ كه مونږ پخوا امريكې ته وسله غورځولې نه وه او د ذاتي ګټې لپاره مو سمجھوته كړې نه وه نو امريكائي جنګ به پاكستان ته نه راتلو۔ده ووئېل دغه كسانو ته حكمراني دومره خوښه وه چې دې لپاره ئې د خپل هېواد سودا وكړه۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې دا ??ها?? چې څومره پاكستاني عسكر موجود دي پخوا د د??ې شمېره دې څخه ډېره زياته وه۔ ولې زمونږ پالېسي دا پاتې شوې چې پاكستاني عسكر د سعودي عربستان د حد دننه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان د بل چا نه بلكې د خپلې ګټې ساتنه كوي۔ وفاق??س وزير ووئېل پارلیمان كه په دې معامله بحث كوي نو جدي بحث ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې ا??ن غواړو۔ خواجه اصف ووئبل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې سره د نړيوالو ځواكونو د افغانستان په خاوره پاتې كېدل د نشائي توكو پېداوار څو چنده زيات شوې ا?? 43 فيصد سيمې د طالبانو په قبضه كښې دي۔ په داسې حالاتو كښې تور په پاكستان لګولې شي۔ ده ايوان له باور وركړو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېټۍ په غونډه كښې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ به پلټنې وكړې شي۔ كه د مواخذې حاجت پېښ شو نو هغه به هم كولې شي