ډېووس 26 جنوري (اے پي پي) سائرہ افضل تارړ د نړيوال اقتصادي فورم په موقع خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل پاکستان كښې د روغتيا په اړه “پي اېم هېلت پروګرام” لوې سماجي پروګرام د حكومت ستره كاميابي ده٬ وفاقي حكومت د هېلت وژن اجراء كړې دغسې چې د مستحكم پرمختيائي هدفونو په تناظر كښې د صحت په څانګه كښې د سم ل??ر ټاكنه وكړې شي۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې سائرہ افضل تارړ ووئيل د وزيراعطم نېشنل هېلت پروګرام ل?? مخې په لكهونو كورنيو ته د درملنې وېړيا آسانۍ وركړے كېږي چې پكښې استفاده ك??ٶنكې 70 فيصده مېرمنې دې۔ دې ووئيل پاكستان د پوليو په ض?? كمپائن كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې او د چېلنجونو باوجود ئې د پوليو په خاتمه كښې كاميابۍ ترلاسه كړې دي چې ثبوت ئې په هېواد كښې د پوليو يوازې 8 كېسونه رامخې ته كېدل دي ۔ دې ووئيل د پوليو په ض?? كمپائن كښې د ټولو نه لويه مسئله د سرحدي تګ راتګ ٶه خو اوس حكومت مستقل ټرانزټ پوائنټس جوړ كړې?? سائره افضل تارړ ووئيل آئي ډي پيز ته هم واكسين وركولې كېږي?? سائره افضل تارړ ووئيل د اتلسم بدلون له مخې صحت صوبائي معامله ده ٬ وفاقي حكومت قامي هېلت وژن اجراء كړې دغسې چې د مستحكم پرمختيائي اهدافو په تناظر كښې د صحت د څانګې سم ل??ر متعين كړې شي۔