اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د هېواد قسمت جمهوريت سره تړلې دے٬د جمهوري نظام نه غېر پا??ستان پرمختګ نه شي كولې٬ځينې عناصر جمهوريت ډي رېل كولو له هڅې كوي۔د اتوار په ورځ يو ??خصي ټ?? وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل هېواد دننه او بهرنو چېلنجونو سره مخ دے ځكه چې زمونږ د هېواد دښمن تل په سازشونو كښې بوښت دے خو هغه به خپلو ناوړه مقاصدوكښې په هېڅ صورت كاميابېدې نه شي۔ده ووئيل په لاهور كښې د پا??ستان عوامي تحريك مشر ډاكټر طاهر القادري لخوا منظم شوې متحده اپوزيشن احتجاج د پا??ستان اولس رد كړې۔ده ووئيل احتجاجي مظاهرو د هېواد معيشت پشمول د هېواد اميج ته هم ډېر زيان رس??لې دې۔ده ووئيل ځينې عناصر د سېنېټ ټاكنې په خپل وخت كولو كښې خنډان اراولاړولو له هڅې كوي او كه پا??ستان پيپلز ګوند او پا??ستان تحريك انصاف صوبائي اسمبلۍ تحليل كولو له د دې خلقو ملګرتيا وكړه نو د دې به دا مطلب وي چې دا دواړه ګوندونه هم د اوسني حكومت په ضد سازشونو كوونكو سره ملګري دي۔وفاقي وزير ووئيل د پا??ستان مسلم ليګ(ن)حكومت د هېواد څخه د توان بحران خاتمې پشمول د ترهه ګرۍ هم خاتمه كړې او د كراچۍ پشمول د ګرد هېواد امن او امان ښه صورتحال باوري كولو سره سره د هېواد معيشت استتحكام لپاره مثب اقدامات كړي چې په سوب يې نن د هېواد معيشت ورځ تر ورځ مستحكېږي ۔ده ووئيل پھ هېواد كښې ټولې ټاكنې د وخت نه وړاندې كولو هېڅ ??پش?? نشته او حكومت به خپله آئيني موده تر سره كوي۔ده ووئيل د پا??ستان مسلم ليګ(ن) حكومت د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مهم كردار ادا كړې