منامه 10 دسمبر (اے پي پي) په بحرېن كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وئيلي دي چې پاكستان به په منطقه كښې سولې او ثبات لپ??ره هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي٬ د كشمير مسئلې د حل كولو نه بغېر په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن ممكن نه دے۔ ??ه دا خبرې په بحرېن كښې د منامه ډا??يلاګ په موقع خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د منامه په ډا??يلاګ كښې د 20 هېوادونو اعلٰي عكسري او سياسي مشران ګډون كوي۔ پاكستاني سفير د ترهګرې په ضد د پاكستاني اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل چې د پاكستاني پوځ د ضرب عضب په عملياتو كښې د ترهګرو ملا ماته شوې۔ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاك پوځ بهادرو افسرانو او ځوانانو قربانې وركړې دي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كاميابې لپ??ره به مونږ ته د ترهګرو نظرياتو او بيانيې ته ماتې وركول وي۔ پاكستاني سفير ووئيل چې پاكستان هند٬ افغانستان او ټولو ??او??ډيانو سره په مثبتو اړيكو باور لري۔