ګوجرانواله 10 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان د ترهګرو په بريد كښې د شهيد شوي مېجر اسحاق شهيد مور او د هغه ورور سره د هغوي په استوګنه ملاقات وكړو او د شهيد لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ په دې موقع د شهيد كورنې سره په خبرو كښې خرم دستګير خان ووئيل چې د پاكستان پوځ په هېواد كښې امن راوستلو لپاره ?? جرات بهادرې او قربانيو يو بې مث??له تاريخ جوړوي٬ خپل خواږه بچي په خوږ وطن قربانوونكو لويو مئېندو ته ټول قوم سلام كوي۔ ده ووئيل چې د شهيدانو قربانې به بې ځايه نه ځي او ان شاالله زمونږ راتلونكي نسلونه به په يو زيات سوله ايز پاكستان كښې ساه واخلي۔