اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت چې كله اقتدار ته راغلو نو د توان په بحران د قابو موندلو لوظ ئې كړے و٬ مونږ هڅه كوو چې هېواد د توان په څانګه نه يوازې د خپل انحصار په لار روان كړو بلكې د توان موثر استعمال لپاره هم ا??دا??ات كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د خ??لي په ورځ په پ??رټ قاسم د دويم اېل اېن جي ټرمينل د پرمختګ په اړه د بريفنګ په مهال وكړې او په پروژه ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د وزيراعظم د مېډيا څانګې څخه جاري شوې خبر پاڼې له مخې وزيراعظم ته ووئيل شول چې دويم اېل اېن جي ټرمينل به د روانې مياشتې په دريمه اونې كښې فعاله شي۔ وزيراعظم د اېل اېن جي ټرمينل په ترسره كولو كښې په مرسته كولو د پورټ قاسم اتهارټۍ د ك??دار ستائنه وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبېر او دوهم وزير چوهدري جعفر اقبال هم موجود وو۔