اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د قا??ي اسمبلۍ ??پي??ر اسد قيصر د پاكستان انسټي ټيوټ آف فارليمنټري سروسز ته ??دايت كړې چې هغه انسټي ټيوټ د پارليمان د غړو د قانون سازۍ په عمل كښې مرسته وكړي۔د شورو په ورځ د قا??ي اسمبلۍ ??پي??ر په مشرۍ كښې د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروسز د كاركردګۍ جاج اخستلو او د دې كردار لا فعاله كولو لپاره يوه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان پشمول د قا??ي اسمبلۍ سېكرټرېټ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته ??ه خپله وېنا كښې د قا??ي اسمبلۍ ??پي??ر هدايت وكړو چې د اسمبلو غړو او د عملې د كار په استعداد كښې اضافې لپاره دې د تربيې كورسونه ترتيب كړی شي۔ده د بشري حقونو خارجه پالېسۍ سول ملټري اړيكو٬د حكومت او انتظامي چارو پشان په موضوعاتو بحث كولو او د موضوعاتو په اړه د كورسونو اجرا كولو په ضرورت زور راوړو۔ده د پارليمان غړو سره په دې موضوعاتو د تحقيقي مرستې كولو هدايت هم وكړو چې دغسې دوي د قانون سازۍ په عمل كښې خپل بشپړ كردار ادا كړې شي۔د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان ??پي??ر د ادارې د چارو نه خبر كړو