اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نورالحق قادري وئيلې دي نوې پاکستان به د پیغمبر اسلام حضرت ??حمد ﷺ په تعلیمات او اسوہ حسنه د بشپړ عملدرآمد سره جوړېږي٬ دا به داسې پاكستان وې د كوم تصور چې علامه اقبال وړاندې كړې ؤ او قائد اعظم محمد علی جناح پرې عمل كړې ٶ٬ د نبيۖ تعليمات زمونږ د لارې مشالونه دي٬ د وزیراعظم ??ه امر راتلونكې كال د سيرت ??تابونو د مقابلې موضوع ” د مدينې رياست او د فلاحي رياست تصور” اېښودې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په جناح كنونشن سټر كښې نړيوال سيرت النبيۖ كن??رن?? ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د كن??رن?? سرخط ” ختم نبوتۖ او د مسلمانانو ذمه وارۍ د تعليمات نبويۖ په رڼا كښې” ٶ۔ وفاقي وزير ووئيل په ننني بابركت كن??رن?? كښې ګډون كول سعادت مندي ده٬ د نبيۖ ذكر به تر قيامته جاري وي كله چې ھر څه ختم شي نو زما رب به په خپل حبيب دورد او سلام وائي۔ ده ووئيل هر كال د مذهبي چارو وزارت ترسېوري لاندې دا كن??رن?? كېږي٬ سږ كال د وزیراعظم ??ه امر د سعودي عرب، ایران، افغانستان، لبنان، سوريه ، ایران ، عراق او نورو هېوادونو پشمول د هند د اجمير شريف سجاده نشين ته هم بلنه وركړې شوې او ھغوي هم په كن??رن?? كښې ګډون كوي