اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د مولانا عبدالاکبر چترالی د پوښتنې په ځواب د مذهبی ??ارو وزیر ډاکټر نور الحق قادری وئيلي دي حکومت د بيلو مذهبونو ترمينځه همغږي پيدا كولو لپاره د علماء او مشا??خو سره په تماس كښې دے ،په دې اړه به يو کنفرنس كولې شي او كله چې هم حاجت پېښ شو نو وزارت به پھ دې اړه قانون سازی کوي۔ ده ووئيل د مذهبونو ترمينځه همغږي د وخت مهمه غوښتنه ده۔ د مدينې ریاست كښې د بيلو مذهبونو وګړې په امناكه ډول اوسېدل ٬ ده ووئېل مونږ غواړو چې د مدينې رياست تقلید کولو سره د ټولو مذهبونو وګړې دلته هم په امناكه ډول پاتې شي۔ د شازیه مری د ضمنی پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د بيلو مذهبونو ترمينځه همغږي پيدا كولو له ??پل کردار ترسره كوي او د بيلو مکاتب فکر علماء او مشا??خو سره په دې لړ كښې په تماس كښې دے۔(ص ف/ض