کوئټه ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د چي?? سفير ياؤ جنګ وئيلي دي صنعت او تجارت سره تړون لرونكي خلق كوم هم هېواد او صوبه كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ په سي پېك منصوبه او چائنا پاک کوآپرېشن كښې د پرائېوېټ سېكټر كردار ډېر مهم دے۔ اقتصادي پرمختګ او معاشي سوكالۍ له د دواړو هېوادونو د سرمايه كارو جوائنټ وېنچر د وخت مهمه غوښتنه ده۔ چین بلوچستان كښې 5 نه تر 10 سوشل اكنامك سېكټر جوړولو له هڅې كوي۔ مونږ ته دا معلومه ده چې بلوچستان كښې لوئې شمېر كورنۍ د بې وزلۍ لكيرې نه لاندې ژوند كوي۔ پاكستان او بلوچستان كښې په بې وزلۍ قابو موندلو له مونږ د خپل هېواد په ډول د ځائي وګړو هنرمند جوړولو او نورو ګامونو پورته كولو ته ??ر وخت چمتو يو۔ د چي?? سرمايه كار او سوداګر بلوچستان كښې د كركيلې٬ معدنياتو ٬ صنعت او توان په شمول نورو څانګو كښې ځائي همكارانو س??ه په ګډه همكاري كولو كښې ژوره خوښي لري۔ د راروان كال فرورۍ او مارچ مياشت كښې به د چي?? سرمايه كار دلته راشي۔ نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركولو س??ه به د بلوچستان ځائي معيشت او سماجي څانګه مستحكم شي۔ په دې خوشحالي شوې چې د اقتصادي او معاشي پرمختګ له د پاكستان نوې وفاقي او د بلوچستان صوبائي حكومتونه لوظي دي۔ د بلوچستان صنعت او تجارت سره اړوندو كسانو ته وېزو جاري كولو كښې به اسانۍ رامخې ته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د كوئټې ايوان صنعت وتجارت دورې په مهال د چېمبر آف كامرس عهدېدارو او غړو ته خطاب او د خپلو خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ په دې مهال د چي?? سفير یاؤ جنګ سره د چي?? كراچۍ كښې په ځائې كړې شوې قونصل جنرل او د بلوچستان په بېلو څانګو كښې كار كوؤنكي د چي??ائي كمپنو اعلی عهدېدار هم موجود و