واشنګټن 02 مئي (اے پي پ??) په ام??يكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري وئيلي دي چې د پاكستان او ام??يكې ترمېنځه د بې باورې خاتمې لپاره د شريكو روابطو جاري ساتلو ضرورت دے٬ دواړو هېوادونو د شريكې مرستې د لارې شريك اهداف ترلاسه كړي دي٬ بايد دواړه هېوادونه د ستونزو حل لپاره په ګډه كار وكړي۔ پاكستاني سفير دا خبرې د ??كا??و په پوهنتون كښې د پاكستان او ام??يكې د اړيكو په موضوع په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې كه هر څو د دواړو هېوادونو ترمېنځه غلط فمهې موجود دي خو په تاريخ كښې كله هم د مسئلو حل د روابطو ختمولو په نتيجه كښې نه دې راوتلې۔ ده ووئيل چې بايد دواړه هېوادونه ز??ات مذاكرات وكړي چې دغسې بد اعتمادي ختم كړے شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكې د تېرو اوو لسيزو په مهال مثالي پاتې شوې دي۔ ام??يكې سره د پاكستان اړيكې ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل چې په افغانست??ن كښې د امن او استحكام شريك هدف ترلاسه كولو لپاره ام??يكا او پاكستان په ګډه كار كولې شي۔