ک??اچ?? 23 اپرېل (اے پي پي) وزیرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي ک??اچ?? كښې د برېښنا بندېدو خاتمې لپاره د سوئي سدرن ګاز او كے الېكټرك تر??ېن??ه شخړه هواره شوه٬ سوئي سدرن د كے الېكټرك ضرورتونه ترسره كولو باور وركړې٬ هيله لرو چې د اوبو د كمبوت مسئله به هم هواره شي لكه څنګ?? چې سوئي سدرن د كے الېكټرك حاجتونه ترسره كولو لپاره باور وركړې۔ وزيرا??ظم دا خبرې د ګل په ورځ ګورنر هاٶس كښې د توان پحقله د كابينه كمېټۍ د غونډې مشري كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ وزیرا??ظم ووئيل د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعیل په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې كوم?? چې به د دواړو ادارو تر??ېن??ه د واجباتو د مسئلې جاج اخلي۔ د كے الېكټرك د اجاره دارۍ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وزیرا??ظم ووئيل حکومت کمپني پخپل تحويل كښې د اخستو يا ك??اچ?? كښې د برېښنا پېداوار او وېش لپاره د بلې كمپنۍ جوړولو اراده نه لري۔ ده ووئيل كے الېكټرك د نېپرا ټېرف له مخې كار كوي او هېڅ اضافي رقم نشي چارج كولې۔ هېواد د روان لوډشېډنګ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب شاهد خاقان عباسي ووئيل تر اوسه د برېښنا پېداوار د طلب نه زيات دے خو په كومو سيمو كښې چې د څلوېښتو نه تر 60 فيصده د برېښنا غلا كېږي ھغوي به لوډشېډنګ سره مخ وي۔ په باقاعده توګه د بل وركوٶنكو ځپليو پحقله د پوښتنې په ځواب وزیرا??ظم ووئيل دا بدقسمتي ده خو داسې سيمو ته برېښنا نه شي وركړے كېدې چرت?? چې زيات زيان كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وفاق د سندھ او په خاص توګه د ك??اچ?? پرمختګ له خپل كردار لوبوي٬ په دې لړ كښې وزيرا??ظم د 30 اربه روپو ذكر وكړو كوم چې ادا كړې شوي۔ د ګرين لائن منصوبې پحقله وزيراعظ ووئيل وفاق بنيادي انفرسټركچر لپاره فنډز وركړې و د سندھ واكمنو له بسونه وركول وٶ خو كه ھغوي نشي كولې نو وفاق ته دې ووائي چې وفاق ئې وركړي۔ د دې نه وړاندې ك??اچ?? كښې د برېښنا بحران له مخې وزیرا??ظم شاهد خاقان عباسي د ك??اچ?? په ګورنر هاٶس كښې د توان پحيقله د كابينه كمېټۍ مشري وكړه۔ په غونډه كښې د سندھ ګورنر محمد زبیر، وزیراعلیٰ سندھ سیّد مراد علي شاہ، د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف، د اوبو او برېښنا وفاقي وزير اوېس لغاري، دوهم وزير عابد شېر علې، د وزیرا??ظم خزانې لپاره صلاحكار متفاح اسماعیل او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال هېواد كښې د برېښنا موجوده وضعې جاج واخستلې شو۔