اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان سپر ليګ(پي اېس اېل)كاميابۍ سره كول د امن صورتحال څرګندونه ده٬دا د اوسني جمهوري حكومت د وژن نتيجه ده٬د صوبائي حكومتونو په مرسته او د وسله والو ځواكونو قربانيو په سبب ترهه ګري ختمېږي٬زمونږ شهيدانو په خپلو وينو امن راوستې٬پاكستان كښې د امن راتللو سره نړيوالې لوب?? بېرته پاكستان كښې پیل شوي او د لوبو مېدانونه آباد شوي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل د حكومت د ښو پالېسو سره هېواد د پرمختګ او څوكالۍ پلو روان دے۔دې ووئيل په 2013 كښې ??ڼو چېلنجونو سره مخ وو خو نن په هغه ټولو چېلنجونو قابو موندلې شوې۔دې ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)په خپل منشور ك??ې اولس سره شوي لوظونه ترسره كوي۔مريم اورنګزېب ووئيل په پخوانو وختونو كښې به بې بنسټه غږونه پورته كېدل٬د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شريف په ذاتي خوښۍ لاهور ك??ې د نړيوالو لوبغاړو راتګ سره د لوبو هلې ځلې پیل شوي دې۔دې د پي اېس اېل لپاره د امنيت په خاص انتظاماتو د پنجاب حكومت ستائنه وكړه۔دې ووئيل په پاكستان كښې د كركټ بحالۍ له د نجم سيټهي په مشرۍ كښې د پي سي بي كردار هم د ستائنې وړ دے۔دوهمې وزيرې ووئېل د لاهور وګړو خپل روايات په ځاې ساتلو سره د پي اېس اېل د لوبغاړو ه??كل?? كړې۔د لاهور كوربتوب به د پي اېس اېل لوبغاړې تل ياد ساتې