کراچۍ ۔ 10 مارچ (اے پی پی) پاك سمندري ځواك په ساحلي سيمه كښې د يو تربيتي مشق په مهال مزكې څخه د وار كوؤنكي يو اېنټي شپ توغندي كاميابه تجربه وكړه۔ د خالي په ورځ جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه توغندي ?? خپلې ټاكلې لارې څخه تېرېدو سره خپل هدف كاميابۍ سره په نښه كړو۔ وائس چیف آف نېول اسټاف وائس اېډمرل کلیم شوکت او د پاك سمندري ځواك اعلی چارواكي هم په دې موقع مو??ود وو۔ حاضرينو ته خپل خطاب كښې خاص مې??ما بحرهند كښې د امنيت په بدلېدونكي چاپېرچل او دې لړ كښې پاك سمندري ځواك ته په پېښو چېلنجونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د پاك سمندري ځواك مشر د ګران هېواد سمندري پولو ساتنې له د پاك سمندري ځواك افسرانو ٬ خوارۍ او په اخلاص بشپړ باور لري۔ ده ووئيل د پاكستان سمندري ځواك به د سيمه ايز امن او سلامتيا په لړ كښې په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له په روانو ټولو هڅو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ وائس چیف آف نېول اسټاف د میزائل فائرنګ دې كاميابه تجربه كښې د برخه اخستونكو ټولو افسرانو او ځوانانو او په خاص توګه د ميزائل يونټ عملې ستائنه وكړه د چا پرله پسې خوارۍ او كلك عزم سره چې دا تجربه كاميابه شوې۔