اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) ا??لس مشر ممنون ح??ېن وئيلي دي د هېواد معيشت په ښه ډول مخ په وړاندې روان دے او د معيشت بهترۍ او د هېواد استحكام لپاره ټولو ډلو يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ ا??لس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د بنوں سائنس اېنډ ټېكنالوجي كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ده ووئيل خوږ هېواد په صحيح معنو كښې په ھغه صورت پرمختګ كولې شي كله ??ې معاشي او د معاشرتي څانګې نه علاوه سياسي څانګه هم مستحكمه وي٬ استحكام لپاره ضروري ده چې ??وا??ان زياتې زده كړي وكړي او په قامي معاملو تل نظر ولري دغسې چې ژوند په آب او تاب وي او كورني او بهرني عوامل په دې اثر انداز كېدو سره د پرمختګ رفتار ونه ځپلې شي٬ ده ووئېل دې مقصد ترلاسه كولو لپاره سياسي استحكام ډېر ضروري دے چې بنياد ئې زيات تعليم او زده كوٶنكو طبقو له په قامي معاملو كښې بامعني او په اخلاص دلچسپي ده۔ ا??لس مشر ممنون ح??ېن ووئيل پاك چين اقتصادي لارې له امله نړۍ د اميد په سترګو دې منطقې او په خاص توګه پاكستان ته ګوري۔ا??لس مشر ووئيل د دې لارې په سوب به پاكستان او چين كښې نه بلكې د نړۍ په زياتره برخو كښې د صنعت ٬ حرفت او د تجارت او معيشت پشمول د خلقو په معاشرتي رويو كښې بدلون راشي۔ ده ووئيل د سي پېك څخه ګټې پورته كولو له په ذهني توګه اماده كېدو سره تيارۍ ته اړتيا ده او په دې لړ كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ تعليمي ادارو اهميت لا زيات شوې ٬ ده ووئېل بايد د بېلا بېلو ټېكنالوجو زيات پوهان تيار كړې شي دغسې چې د سي پېك د فعاليت نه پس هېواد او په دې منطقه كښې د صنعتي او كاروباري هلو ځلو ودې له ??وا??ان په ښه ډول موجود وي څوك چې د سباٶن ذمه وارۍ پغاړه واخلي او مونږ له په دې لړ كښې د نورو په طمع ناستې ته حاجت پاتې نشي۔ا??لس مشر ووئيل زمونږ پوهنتونونه تر اوسه ھغه نړيوال معيار ته نه دي رسېدلې كوم ته چې د نړۍ نوموړې ادارې رسېدلې۔ ا??لس مشر ممنون ح??ېن د وفاقي وزير اكرم خان دراني لخوا پوهنتون جوړولو لپاره د هلو ځلو ستائنه وكړه او وئ وئيل په دې لړ كښې به د وفاقي وزير خدمات تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔په دې موقع ا??لس مشر كاميابو زده كوونكو له مباركي وركولو سره هغوي له اعزازونه او سندونه وركړه۔ دستورې ته وفاقي وزير اكرم خان دراني ٬د خېبر پښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا هم وېنا وكړه۔ په دستوره كښې صوبائي وزير مشتاق احمد غني ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد او وائس چانسلر پروفېسر ډاكتر سيد عابد علي شاه هم موجود ٶ۔ ا??لس مشر ممنون ح??ېن د بنو خپلې دورې په مهال د سيمې نوموړو شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل۔ په دې موقع وګړو ا??لس مشر د سيمې د مسئلو نه خبرو كړو۔ ا??لس مشر ووئيل د بنو وګړو ته آسانۍ وركول او د دوي مسئلې لرې كول به باوري كولې شي۔