اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد الله خان وئېلي دي چې حكومت ماحولياتي بدلون ٬ د سباؤن منصوبه بندۍ او بجټ لپاره بېلا بېل اقدامات كړي٬ په مركزي كچه پبلك فنانشنل منېجنګ سسټم جوړ كړ??٬ د ماحولياتي بدلون وزارت د خزانې وزارت او منصوبه بندۍ وزارت په مرسته يو جامع مالياتي فريم ورك جوړ كړ??٬دا فريم ورك به د ماحولياتي بدلون وزارت لپاره منصوبه بندۍ او ماليات كښې يو مهم سنګ ميل ثابت شي٬ د ماحولياتي بدلون بجټ اوس په باقاعده توګه د بجټ پالېسۍ برخه ده۔ده د ګل په ورځ د پاكستان ماحولياتي فريم ورك221;رپورټ لانچنګ دستورې ته خطاب كولو۔وفاقي وزير ووئيل چې اوچ كالې زياتېږي٬چې څومره زمونږ د كاربن اخراج كښې د شراكت تعلق دې دا يوازې 0.08 فيصد دې او مونږ په هغه لس هېوادونو كښې شامل يو كوم چې د موسمياتي بدلونونو څخه زيات ځپلې شوي۔په دې موقع د يو اېن ډي پي كنټري كوآرډينېټر نيل بون د ماحوليات بدلون ماليات اندازې لګولو په اهميت زور راوړوې٬ پاكستان د انډونېشيا٬ويت نام او بنګه دېش څخه وروستو څلورم هېواد دې كوم چې د ماحولياتي بدلون ماليات زياتولو پلو ګام پورته كړ??۔ په دې موقع د ماحولياتي بدلون وزارت چارواكي٬د خزانې وزارت او يو اېن ډي پي او سول سوسائټۍ استازي هم موجود وو