اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي پارلمان او 20 كروړه اولس له به يو موټې كېدل او د هېواد د ګټې تحفظ كول وي٬مونږ له د چا نه د يرېدو حاجت نشته٬بلكې بايد د پوائنټ سكورنګ په ځاې د تېر وخت غلطو څخه زده كړی وشي او مخ په وړاندې لاړ شوو۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د ام??يكائي اولس مشر د پاكستان په اړه بيان او د افغانستان په حقله د ام??يكې په پالېسۍ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل ننۍ غونډه زيات اهميت لري٬مونږ غوښتنه كړی وه چې شريكه غونډې دې راوبللې شي۔د دې څخه به د قرارداد اهميت زيات شوے و۔د لويې اختر نه پس بايد په دې معامله شريكه غونډه راوبللې شي دغسې چې مونږ تفصيل سره خبره وكړو۔ده ووئيل اوسني صورتحال كښې بايد مونږ جذباتو كښې داسې پوزيشن جوړ نه كړو٬مونږ تر ټول اول پاكستانيان يو او په دې معامله يو موټې يو بايد د هېواد 20 كروړه اولس ګټې تر نر ساتلو سره پالېسي جوړه كړو۔ده ووئيل كله چې زمونږ اقتصادي حالت كمزو??ې وي نو زمونږ خارجه پالېسي به هم كمزو??ې وي٬دا وخت په جذباتو كښې د راتللو نه دې٬دا سياسي جنګ دے په دې كښې به مونږ له خپل ځان ايډجسټ كول وي او د دې پريكړه به كول وي۔ده ووئيل بايد مونږ سوچ وكړو چې زمونږ خارجه پالېسي ولې كمزورې ده چې ام??يكا څوك چې زمونږ پخوانې دوست ؤ نن زمونږ خلاف شوے۔ده ووئيل د وسلې د جنګ څخه د سياست جنګ زيات مهم وي۔ده ووئيل بايد ام??يكا په پاكستان د لګولې شوو تورونو ثبوت وركړي٬زمونږ په دور كښې دو?? ځل ان كيمره سېشن شوې بايد حكومت ان كيمره سېشن راوبلي۔ده ووئيل دې صورتحال ته مونږ ځكه رارسېدلې يو چې مونږ تر څلور كالو د سفارتي چېلنز څخه انحراف كړې۔په دې صورتحال كښې به مونږ له يو موټې كېدل وي